ru24.pro
World News
Июнь
2021

ارمنستان کې پارلماني ټاکنې؛ نږدې ۵۰ فیصده خلکو رایه ورکړې

0
په ارمنستان کې چې زیات سیاسي کړکېچونه‌یې تجربه کړل خلکو په پارلماني ټاکنو کې برخه واخیسته.


دا ټاکنې ځکه مهمې بلل شوي چې سږ کال د نګورنو قره‌باغ په جګړه کې د اذربایجاني ځواکونو په وړاندې د ارمني پوځیانو ماتې خلک په غوسه او د حاکم رژیم د لیرې کولو غوښتنه‌یې کوله.


د انتخاباتو مرکزي کمېسیون د شپې ناوخته اعلان کړه چې د رأی ورکونې په شرایطو د برابرو خلکو له ډلې نږدې ۵۰ فیصدو رایه ورکړې ده.


ښايي وروستۍ پایلې څو ورځې وخت ونیسي، خو د لومړنیو پایلو له مخې چې د ارمنستان راډیو خپرې کړي د سرپرست صدراعظم نیکول پاشینیان په مشرۍ حاکم د مدني تړون ګوند نږدې ۶۰ فیصده رایې ګټلې دي.




په دوهمه رده کې بیا د پخواني ولسمشر رابرټ کوچاریان ګوند راغلی چې شاوخوا ۲۲ فیصده رایې یې ګټلې دي.


د ورځې په اوږدو کې هم ویل کېدل چې اصلي سیالي به د همدغو دوو ګوندونو ترمنځ وي.


د راپورونو له مخې څه باندې یو ملیون او دوه لکه کسانو رایه ورکړې ده.


د ارمنستان نفوس نږدې درې ملیونو ته رسېږي چې له ډلې یې څه باندې دوه نیم ملیونه کسان د رأی ورکونې په شرایطو برابر ګڼل شوي.


په دې ټاکنو باندې ځیني څارونکي بیا د درغلیو او لانجو خبره هم کوي.


له هغې ډلې د انتخاباتو څارونکي دنیل لوانیسیان د ازادې اروپا/ازادي راډیو ارمني څانګې ته وویل: "د رایو پېرل په بېلابېلو ځایونو کې شوي. د سیاسي ګوندونو دفترونو او یا هم بهر. البته له بېلابېلو لارو. د بېلګې په توګه د برېښنا په یوه فابریکه کې کارګرانو ته ویل شوي که د ارمنستان اتحاد ګوند ته رایه ورکړي، نو بونس یا د معاش ترڅنګ تشویقي پيسې به ورکړي چې معمولاً داسې پيسې د ښه کار لپاره ورکول کېږي. د بډې اخیستلو په شکل هم دا کار شوی. موږ د ځینو قضیو په اړه غږیز پیغامونه لرو او ځینو نورو کې بیا وېډیوګانې هم لرو."


په ارمنستان کې دا د پارلمان له وخت مخکې ټاکنې وې ځکه د ۲۰۲۰ کال سیاسي کړکېچ چې له اذربایجان سره تر جګړو وروسته رامنځته شو صدراعظم نیکول پاشینیان استعفا او له وخت مخکې ټاکنو اعلان ته اړ کړ.


د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې د شپږو اوونیو په مخه د نګورنو قره‌باغ په سر درنې جګړې وشوې.




د سپټمبر له ۲۷مې د نومبر تر ۱۰مې دا جګړې د روسیې په منځګړیتوب په اوربند سره پای ته ورسېدې.


په جګړو کې د شپږو زرو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شو او هم د دې لامل شوې چې د ارمنستان له‌خوا د اذربایجان ځینې نیول شوې سیمې بېرته اذربایجان ته وسپارل شي.


له اذربایجان سره دې جوړجاړي د خلکو غوسه وپاروله او د مخالفو ګوندونو له‌خوا لویې مظاهرې وشوې.


د مظاهرو په نتیجه کې صدراعظم نیکول پاشینیان له وخت مخکې د ټاکنو غږ وکړ او ویې‌ویل چې له خپلې دندې استعفا ورکوي. ده که څه هم استعفا ورکړه، خو د صدراعظمۍ له چارو یې سرپرستي ته دوام ورکړ.