هند د کرکټ په نړیوال کپ کې پاکستان ته ماته ورکړه
هند د کرکټ ۲۰ اووریز نړیوال جام په لوبه کې پاکستان ته په ۶۱ منډو ماته ورکړه او دویم پړاو ته ووت.د پاکستان کپتان سلمان علي اغا پچه وګټله او لوموړی یې هند ته د بېټنګ بلنه ورکړ. د هند لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سر ۱۷۵ منډې وکړې. د هند له خوا پیلیز لوبغاړي ایشان کیشن په زړه پورې لوبه وکړ او په ۴۰ بالونو یې ۷۷ منډې وکړې. د پاکستان له خوا صایم ایوب درې وکټونه واخیستل. سلمان اغا، شاهین اپرېدي او عثمان طارق یو، یو لوبغاړی اوټ کړ. په ځواب کې د پاکستان لوبډله له پیله تر فشار لاندې راغله او هغسې لوبه یې ونه کړای شوه چې دا سیالي وګټي. Читать дальше...
