اریانا هوایي شرکت هند ته الوتنې ډيروي
اریانا هوایي شرکت د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د کارګو او مسافرو د الوتنو شمیر زیات کړی دی. اریانا هوایي چلند په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې د پنجشنبې ( د جنوري ۵ مه) ولیکل چې د اوس لپاره د کابل او نوي ډیلي ترمنځ په اونۍ کې شپږ کارګو او دوه مسافر وړونکې الوتنې ترسره کیږي. په دې بیان کې دا نه دې ویل شوي چې تر دې وروسته به د دې الوتنو شمیر څومره زیاتیږي. د اریانا هوایي شرکت په وینا، له هند سره د الوتنو له زیاتیدو سره به د افغانستان او هند ترمنځ تجارتي اړيکي پسې پراخ شي او د افغانستان صادرات به دغهَ هیواد ته ډیر شي.
