د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د واخان (وخان) دهلېز په پاکستان د ورګډولو راپورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې هغه سیمه د "افغانستان برخه" ده.
د وزارت نوي ویاند شفقت علي خان د جنورۍ پر ۱۶مه په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته وویل چې له وروستیو ګونګوسو او اوازو خبر دی خو واخان د افغانستان د خاورې برخه ده.
ده وویل، افغانستان د پاکستان ګاونډی هېواد دی او اسلام اباد یې "حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت پېژني. سوال هم نه پیدا کېږي چې پاکستان دې د خپلو ګاونډیو لپاره دا ډول ارادې ولري."
د بهرنیو چارو... Читать дальше...