د پاکستان ځانګړي استازي د کابل د سفر په اړه خپل صدراعظم ته معلومات ورکړل
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د کابل له سفره وروسته ویلي چې پرون (دوشنبې) یې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره د ټیلیفون له لارې د خپل سفر او له طالب چارواکو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات شریک کړل. صادق خان پرون (دوشنبې) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په دې ټیلیفوني خبرو کې یې صدراعظم ته د خپل وروستي سفر پایلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسنیو اړیکو وضعیت تشریح کړ. صادق خان په خپل راپور کې په دوه اړخیزو اړیکو کې د ستونزو او فرصتونو یادونه کړې او د شرایطو د ښه کولو او اړیکو... Читать дальше...