شمالي کوریا اوکرایین ته د پوځیانو او وسلو پر انتقال له روسیې سره په ګډه کار کوي
د جنوبي کوریا پوځ وايي، داسې ښکاري چې شمالي کوریا د اوکرایین په جګړه کې د روسیې په ګټه د خپلو پوځیانو او وسلو په تیارۍ لیګا ده. جنوبي کوریا ویلي، شمالي کوریا غواړي ډیر شمیر پوځیان، بې پیلوټه الوتکې او نورې وسلې روسیه ته ورکړي، څو د اوکرایین په جګړه کې ترې ګټه واخلي. د ازادي راډیو د مرکزي څانګې د راپور پر بنسټ، د جنوبي کوریا لوی درستیز د دوشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل، شمالي کوریا تراوسه ۲۴۰ میلي متره توغندي، ۱۷۰ میلي متره خودکاره توغندي، لېرې واټن وشتونکې توغندي، زرهي موټرې او نور پوځي تجهیزات روسیې ته سپارلي دي. Читать дальше...