نومیالی سندرغاړی زرولي افغان وايي په ټیکسي چلولو کورنۍ ساتي
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی زرولي افغان دی. نوموړی د نوميالي سندرغاړي استاد شاه ولي افغان زوی دی. دی په خپګان وايي چې له ۳۰ کلونو موسيقۍ کولو وروسته يې پر افغانستان واکمن طالبان نور هلته سندرو ويلو ته نه پرېږدي. افغان وايي، په کابل کې ټیکسي چلوي او خپله کورنۍ ساتي. د ده په خبره، د افغانستان شاوخوا ۲۶،۰۰۰ هنري کورنۍ د بېکارۍ له وجې مرستو ته اړ شوې دي. نوموړی وايي، د نویو سندرو جوړولو او د موسیقۍ د محفلونو له لارې د یو څو روپیو ګټلو لپاره کله نا کله پېښور ته ځي.... Читать дальше...