د افغانستان په شمالي او لوېدیځو سیمو کې د تیزو بادونو وړاندوینه شوې
د طالبانو د هواپېژندنې ریاست نن جمعه د افغانستان په شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې د چټکو بادونو د لګېدو اټکل کړی دی. د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرداري کې ویلي، چې په بېلابېلو سیمو کې به د بادونو سرعت په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي. په چنګاښ/ سرطان میاشت کې د ننګرهار په ګډون د افغانستان څو ولایتونه د سختو بادونو، بارانونو او سېلابونو شاهد وو چې د طالبانو د حکومت د شمېرو له مخې ۵۲ تنه یې مړه کړي وو. افغانستان د اقلیمي بدلونونو له کبله د لسو زیانګالو هېوادونو له ډلې دی.