د نجونو پر زدکړو بندیز ملګري ملتونه د افغانستان د روغتیايي نظام د راتلونکي په اړه اندېښمن کړي
د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو ویلي دي چې په طبي انسټېټیوټونو کې د نجونو پر زدکړو د طالبانو د حکومت تازه بندیز د افغانستان د روغتیايي نظام لپاره زښتې ناوړه پایلې لرلای شي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د بشري او بیړنیو چارو مرستیال ټام فلېچر د ډېسېمبر پر ۱۲مه، د افغانستان پر وضعیت د امنیت شورا غونډې ته وویل چې د طالبانو د دې اقدام له وجې د مور و ماشوم د مړینې کچ لا زیاتېدای شي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د روانې ډېسېمبر میاشتې په پیل کې په طبي انسټېټیوټونو کې د نجونو پر زدکړو بندیز ولګاوه. Читать дальше...