د هرات زلزله ځپلې لا هم له کړاوونو سره مخامخ دي
د ګډوالو نړيوال سازمان وايي، په هرات کې له ويجاړوونکې زلزلې يو کال وروسته هم زرګونه کسان د خپل ژوند په بيا رغولو کې ستونزې لري. د ګډوالو نړیوال سازمان زیاتوي چې ۶۸ سلنه کورنۍ د سرپناه له جدي ستونزو سره مخامخ دي. دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي چې ۸۵ سلنه یې پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. د کډوالو د نړیوال سازمان په وینا، ۳ سلنه خلک په بې ثباته ورځني معاش باندې تکیه کوي. دا اداره همداراز وايي، ۶۸ سلنه کورنۍ د سرپناوو د نشتوالي له کبله له سړې هوا سره مخ دي.