د بريتانيا صدارعظم نن خليج هېوادونو ته خپل سفر پيلوي
د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر به د خلیج هېوادونو ته خپل څو ورځنی سفر نن یکشنبه پیل کړي. دا به چې له کله نوموړي د بریتانیا د صدراعظم په توګه خپله دنده پیل کړې، سیمې ته د هغه لومړی رسمي سفر وي او د دغه سفر پر مهال له متحده عرب اماراتو او سعودي عربستان سره د پیاوړو اقتصادي او دفاعي اړیکو د ټینګولو هڅه کوي. د بریتانیا حکومت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د سټارمر د سفر هدف د پانګونې پیاوړي کول او د دفاعي او امنیتي شراکت ژور کول دي. سټارمر په جولای میاشت کې د بریتانیا چې د نړۍ شپږم لوی اقتصاد ګڼل کېږي د صدراعظم په توګه وټاکل شو.