د افغانستان د ژغورنې لپاره د عمومي مجمع ائتلاف جوړېدل؛ محقق: دا تر پخواني ائتلاف لوی دی
د افغانستان یو شمېر پخواني جهادي مشران او د پرځېدلی جمهوري نظام ځینې چارواکي د یوه نوي ائتلاف د جوړېدو خبر ورکوي. دوی په ترکیه کې له آنلاین غونډې وروسته په یوه بیان کې چې پرون یې رسنیو ته واستاوه، ویلي چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د عمومي مجمع په نوم ائتلاف په افغانستان کې د یوې نوې سیاسي پروسې پیل دی. همدې مشرانو پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو په لومړیو کې د مقاومت د عالي شورا په نوم ائتلاف جوړ کړی و، خو په دې ائتلاف کې شامل محمد محقق بېګا ازادي راډیو ته وویل چې نوی ائتلاف تر پخواني هغه لوی دی. Читать дальше...