د اټومي انرژۍ نړیواله اداره: ایران په لوړه پیمانه د یورانیمو غني کولو ته چمتوالی نیسي
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې یا آیاېاياې IAEA مشر خبرداری ورکړی چې ایران په لوړه پیمانه د یورانیمو غني کولو ته چمتوالی نیسي. رافایل ګروسي دغه خبردارې په یوه محرم راپور کې چې د دې ادارې د مدیره هیئت بورډ ته یې وړاندې کړی، ورکړی دی. په دغه راپور کې ویل شوي چې که ایران د یورانیمو د غني کولو پروسه چټکه کړي، د یورانیمود غني کولو اندازه به ۶۰ سلنه ته ورسوي. د راپور له مخې، دا به په دې معنی وي چې یوازې به په فردو تاسیساتو کې په یوه میاشت کې په لوړه کچه د غني شویو یورانیمو اندازه چې مخکې ۴،۷ کیلوګرامه وه، ۳۴ کیلوګرامه ته لوړه شي. Читать дальше...