پوتین او اردوغان: د سوریې په شمال کې د روان کړکېچ د هواري لپاره ډیپلوماسۍ ته اړتیا ده
د روسیې او ترکیې ولسمشرانو، ولادمیر پوتین او رجب طیب اردوغان ټینګار وکړ چې د سوریې په شمال کې د روان کړکېچ د هواري لپاره ډیپلوماسۍ ته اړتیا ده. دواړو ولسمشرانو پرون سې شنبې پرټیلفون خبرې وکړې. د اردوغان له دفتره پرون سې شنبې په خپره شوې اعلامیه کې غوښتنه شوې چې سوریه باید د پراخې بې ثباتۍ یوه سرچینه نهشي. د دغې اعلامیې له مخې چې د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر په خپله ایکس پاڼه کې خپره کړې، اردوغان له پوتین سره په خبرو کې ټینګار کړی چې ترکیه د دې ترڅنګ چې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ ته دوام ورکوي،... Читать дальше...