يوشمېر معلولين: طالبان مو امتياز نه راکوي او له لېستونو يې هم ايستلي يو
په افغانستان کې معلولين وايي، په تېرو درې کلونو کې یې کوم نسبي امتیازونه چې لرل، له لاسه ورکړي او اکثره د معلولیت لرونکو کسانو له لېستونو ایستل شوي دي. سږکال د دسمبر درېیمه د معلولانو نړیواله ورځ له داسې وخت سره برابریږي چې، د افغان معلولانو په وینا کال په کال یې ټاکلې اندازه امتیازونه او معاشونه کمېږي او حتی ګڼ یې د معلولو کسانو له لېستونو ایستل شوي دي. ځیني وايي چې، طالبان خپلو معلولانو ته پوره امتیازات ورکوي. څو تنو معلولينو د نوم له ښوولو پرته ازادي راډیو سره خپل نظرونه شريک کړي دي. يوه معلول وويل... Читать дальше...