افغانستان کې د طالبانو حکومت د نجونو پر طبي زده کړو هم بنديز لګولی
په افغانستان کې د طالبانو مشر امر کړی چې سر له نن (د دسېمېبر درېیمې) څخه دې په افغانستان کې د نجونو ټولې طبي تعلیمي ادارې بندې کړل شي. د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده دا امر د ډېسېمبر پر دویمه د دې ډلې د عامې روغتیا وزارت اعلان کړ. په هغه غونډه کې چې دا پرېکړه پکې اعلان شوه، یوه حاضر ډاکتر، چې خپل نوم یې نه غوښتل ښکاره کړي، د ډېسېمبرپر دويمه مشال راډیو ته وویل چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین بختالرحمن شرافت د طبي پوهنتونونو ټول مشران وزارت ته وربللي ول او د خپل مشر نوی مکتوب یې ورته اعلان کړ. Читать дальше...