زاخېلوال: که طالبان مشروعيت غواړي، ولس ته دې مراجعه وکړي
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د مالي وزیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي باید له هر څه وړاندې ولس ته مراجعه وکړي. نوموړي په کابل کې له یوه خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، تر هغې چې له طالبانو پرته ټول افغانان په حکومت کې خپل ځان ونهګوري نړۍ به له دوی سره سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل ته غاړه کېنږدي. د تېر جمهوري نظام دغه چارواکی چې په کابل کې اوسیږي، همداراز پر طالبانو غږ کړی چې د وخت له ضایع کولو پرته د افغان مېرمنو او نجونو د زدهکړو حق ورکړي. که څه هم په کراتو... Читать дальше...