د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشر د اسراييل او حزبالله ترمنځ د سملاسي اوربند غوښتنه کړې
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل پرون یکشنبه لبنان ته د سفر پر مهال د اسرايیل او د لبنان د حزبالله ډلې ترمنځ د فوري اوربند غوښتنه وکړه. د امریکا متحدایالتونه، حزبالله ډله یو تروریستي سازمان ګڼي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده. حزب الله یوه توندلارې ډله او سیاسي ګوند دی، چې د لبنان د جنوب پر زیاتو برخو کنټرول لري او د لبنان په پارلمان کې یې څو څوکۍ په واک کې دي. جوزیپ بوریل پهداسې حال کې د اوربند غوښتنه کړې، چې حزبالله پر اسرايیل د تازه حملو مسوولیت منلی دی. Читать дальше...