آیسيبيایل: په تېر یوه کال کې ماینچاودنو له ۶۵۰ ډېر افغانان مړه او ټپیان کړي
د ځمکنیو ماینونو د بندیز نړیوال کمپاین یا (آیسيبيایل) افغانستان له میانمار او سوریې وروسته درېیم هېواد یاد کړی چې، تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماینونو له امله یې خلکو ته ډېره مرګژوبله اوښتې ده. دغې نړیوالې ادارې په یو تازه راپور کې چې نن چهارشنبه (د نومبر په ۲۰مه) یې په خپله وېبپاڼه کې خپور کړی ویلي، تېر کال ځمکنیو ماینونو په افغانستان کې ۶۵۰ کسان وژلي او ټپیان کړي دي. دغه اداره وایي، میانمار کې بیا تېر کال د ځمکنیو ماینونو د وژل شویو او تپیانو شمېر ۱۰۰۳ او سوریه کې هم ۹۳۳ تنه و او او په څلورم ځای... Читать дальше...