يوشمېر استادان او محصلان: طالبانو عصري علومو ته شاه کړې او يوازې مدرسې جوړوي
یوشمېر زدهکوونکي او د پوهنتون ځینې استادان وايي، طالبانو د خپل حاکمیت پرمهال عصري علومو ته شاه کړې او د دیني علومو د ترویج لپاره هڅې کوي. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري یوازې د دیني علومو پر ترویجولو ډېر تمرکز او عصري علومو ته نه پام یوشمېر زدهکوونکي او د پوهنتون ځینې استادان اندېښمن کړي دي. د بغلان پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي محصل محمد شفیع پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا خبره سمه ده چې په ټول افغانستان کې دیني مدرسې زیاتې شوي او د طالبانو ټول پام هم دې مدرسو ته دی، داسې خو... Читать дальше...