جرمني کې يو امريکايي وګړی چين ته د جاسوسۍ په تور نيول شوی
د جرمني څارنوالان وايي، یو امریکايي وګړی، چین ته د اطلاعاتو د ټولولو د ادعا لهمخې نیول شوی دی. دغه امریکايي وګړی چې په مارټین (D) معرفي شوی، په جرمني کې دېره و او ویل کېږي د امریکا د پوځي ځواکونو پخوانی غړی و. جرمني څارنوالان وايي، شک کېږي چې دغه شخص یوه بهرني استخباراتي بنسټ ته د استخباراتي فعالیتونو لپاره لېوالتیا ښوولې وه. د څارنوالانو په وینا، دغه امریکايي وګړي په ۲۰۲۴م کال کې له چینايي چارواکو سره تماس نیولی او د امریکا د پوځ په باب یې د حساسو معلوماتو د ورسپارلو ژمنه ورسره کړې وه. ... Читать дальше...