غزه کې د اسراییلو بمباري؛ مرستندویانو د لږترلږه ۳۱ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی
فلسطیني مرستندویانو، په غزې کې د اسراییلو په بمباریو کې د لږترلږه ۳۱ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. له دې ډلې لږترلږه ۱۳ کسان د غزې په شمال کې د بیت لاهیا په فلسطیني ښارګوټي او د جبالیا د کډوالو په کمپ وژل شوي. دا کمپ د یکشنبې په ورځ د اسراییلي پوځ د نوي برید اصلي هدف بلل کېږي. یو شمېر نور کسان د خان یونس په ګډون د غزې په ښار او جنوبي سیمو کې د اسراییلو په جلاجلا بریدونو کې وژل شوي دي. د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، چې د حماس د سخت دریځې ډلې تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، په دغه ښار کې د څلورو ماشومانو په ګډون اته کسان وژل شوي دي. Читать дальше...