ru24.pro
World News
Апрель
2018

د انتخاباتو کمېسیون نن د راتلونکو انتخاباتو مهال وېش اعلانوي

0
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون په پام کې لري چې نن شنبه د راتلونکو ټاکنو مهالوېش اعلان کړي.


د دغو ټاکنو د مهالوېش د اعلان پر چمتووالي د انتخاباتو خپلواک کمېسيون کمېشنر سيد حفيظ الله هاشمي ازادي راډيو ته وويل:


"د کمXسيون هوډ دا دى چې دغه مهالوېش نن شنبه، که ونه شول يکشنبه اعلان کړي، د انتخاباتو د بهير جزئيات، د کانديدانو او رايه ورکوونکو وظايف په کې واضح شوي دي، ټولو افغانانو ته به يو مفصل مهالوېش وړاندې شي."


د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ويلي، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو انتخابات به د تلې يا ميزان پر ٢٨مه وشي.


د دغو انتخاباتو لپاره د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه د وري يا حمل پر ٢٥مه د افغانستان په ښارونو کې پيل شوه، چې يوه مياشت به دوام کوي.


د نوم ليکنې بله پروسه په ولسواليو او کليو کې پيلېږي چې هغه به هم يوه مياشت روانه وي.