ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27
28

د کوټې انتظامیې پښتو اکېډمي تړلې ده

0
د بلوچستان په مرکز کوټه کې چارواکي وايي چې پښتو اکېډمي یې تړلې ده.

د کوټې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) سعد بن اسد مشال راډیو ته وویل چې زده کوونکو ورته شکایت کړی وو چې د اکېډمۍ مشران یې په کتابتون کې د بلوچستان او پاکستان په بیوروکراسۍ کې د کار ترلاسه کولو لپاره د ازموینو تیاري ته نه پرېږدي.


دی وايي، تر دې وروسته یې د فبرورۍ پر ۲۶مه اکېډمي وتړله.


اخوا د اکېډمۍ مشر حافظ رحمت نیازي پر هم هغه ورځ وویل چې ضلعي انتظامیې له خپل اقدامه نه وو خبر کړی. "دلته یو څو زده کوونکي دي. هغوی به له تېرو څلورو، پینځو کلونو راهیسې راتلل او د [پبلک سروېس کمېشن یا] پي سي اېس او [سېنټرل سوپیرییر سروېسز یا] سي اېس اېس د [ازموینو] لپاره به یې تیاري کوله. نو موږ هغو هلکانو ته وویل چې تاسې دا لایبرېري (کتابتون) پرېږدئ ځکه چې زموږ په کار ده. نو هغوی ډېپټي کمېشنر صاحب ته شکایت وکړ او هغه بیا عمله، تحصیلدار او ځینې نور کسان رالېږدولي ول او اکېډمي یې بنده کړه."


په پاکستان کې له پوهنتونه فارغ شوي سلګونه زده کوونکي هر کال د صوبو او وفاق پر کچ په بیوروکراسۍ کې د کار ترلاسه کولو لپاره د پبلک سروېس کمېشن او د سېنټرل سوپیرییر سروېسز ازموینې ورکوي.


د پښتو اکېډمۍ چارواکي وايي چې که انتظامیې اکېډمي خلاصه نه کړه نو پرضد یې عدالت ته ځي.


د کوټې پښتو اکېډمي يوه ناحکومتي اداره ده چې په ۱۹۷۱ز کال کې جوړه شوې ده چې پکې د پښتو ژبې او ادبیاتو په اړه پراخې څېړنې کېږي او پر همدې موضوعاتو نړیوالې غونډې هم جوړوي.