ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27
28

پولیسو بلوڅ فعالان د کراچۍ پرېس کلب مخې ته احتجاج ته نه دي پرېښي

0
د کراچۍ پولیسو د بلوڅانو د یووالي (یکجهتي) کمېټۍ فعالان د جبري بې درکیو پرضد مظاهرې ته نه دي پرېښي. ټاکل شوې وه چې هغوی د فبرورۍ پر ۲۶مه د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج وکړي، خو پولیسو یې مخه ونیوله. وروسته فعالان د خبریالانو له مرکز سره نېږدې زینب مارکېټ ته ورغلل او هلته یې احتجاج وکړ. دوی تور پورې کړ چې په بلوچستان کې د بلوڅو ځوانانو، زده کوونکو، ښوونکو، شاعرانو او پوهانو جبري بې درکۍ زیاتې شوې دي. د بلوچستان حکومت لا د هغوی د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي. خو د کراچۍ پولیس وايي چې د کمېټۍ فعالانو د احتجاج اجازه نه وه اخیستې. ویډیويي رپورټ.