ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27
28

سجاد خان غواړي د پښتو ترڅنګ اردو سندرې هم ووايي

0
دا اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه ځوان او پېژندلی سندرغاړی سجاد خان دی. نوموړی وايي، پلرنی کلی يې په مومندو کې دی خو په پېښور کې زېږېدلی او لوی شوی دی. د خان په خبره، له پېښور پوهنتونه یې د سولې او شخړو په مطالعاتو کې ماسټري کړې او اوس په همدې مضمون کې د لوړو زده کړو لپاره په سکاټلینډ کې دی. سجاد خان داراز په پېښور کې د موسيقۍ د ثبت يوه سټوډيو هم درلوده او په وينا يې چې د سيمې يوشمېر سندرغاړو ته يې پکې سندرې جوړې کړې دي. خان زياتوي، غواړي چې په راتلونکې کې اردو سندرې هم ووايي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.