طالبانو تایید کړه چې پر یوې بریتانوۍ جوړې سربیره یې تازه یو امریکایی هم نیولی
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، د یوې بریټانوي الاصله افغانې جوړې تر څنګ یې یو چینایي الاصله امریکایی او د هغه ژباړن هم نیولی دی.
دوی وایي چې دغه کسان د یوشمېر محلحوظاتو له کبله نیول شوي، خو دغه ملحوظات دوی له رسنیو سره نه دي شریک کړي.