ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27
28

د بریتانیا پارلمان، له ښځو سره د طالبانو چلند وحشیانه وباله

0
د بریتانیا پارلمان په یوه غونډه کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند «وحشتناک» بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو فرمانونه «وحشیانه» دي او باید لغوه شي.


په هغه خبرپاڼه کې چې د بریتانیا پارلمان په دې اړه د چهارشنبې په ورځ خپره کړې، راغلي دي: «موږ له خپلو نړیوالو شریکانو سره په جدي توګه کار کوو، چې پر طالبانو ګډ فشار وساتو. د طالبانو ظلم او غیر انساني چلند باید ټول موږ ته وحشتناک ښکاره شي، او بې له شکه، موږ ټول پر طبي زده کړو د طالبانو بندیز غندوو.»


د بریتانیا پارلمان زیاتوي چې د طالبانو چلند له ښځو او نجونو سره د کرکې وړ دی، او باید د دې چلند په وړاندې جدي فشار راوړل شي.


طالبانو له بیا  واک ته رسیدو وروسته، د ښځو ډېری حقونه او ازادۍ محدودې یا منع کړې دي، او ښځې او نجونې یې د کار او زده کړو په شان له لومړنیو حقونو بې برخې کړي دي.