افغان هنرمندان: طالبان دې د موسیقۍ او هنر قدر وکړي
طالبانو واک ته له بیا رسیدو وروسته پر موسیقۍ کلک بندیزونه لګولي او د دغو بندیزونو له کبله لسګونه سندرغاړي او هنرمندان له هېواده وتلي دي. د همدې بندیزونو په ترڅ کې د موسیقۍ سرلاري له نړیوالې ټولنې غواړي چې طالبان د هنر او موسیقۍ قدر ته وهڅوي.