د مراکش په رباط کې ۱۱ هېوادونو ګډه نړیواله فولکلوري مېله کړې
د مراکش په سرښار رباط کې یوه نړیواله فولکلوري مېله شوې چې د هند، عراق، او برتانیې په ګډون د ۱۱ هېوادونو کلتوري ډلو برخه پکې اخیستې ده. په مېله کې د بېلابېلو هېوادونو کلتوري ډلو یا طایفو خپل دودیز ډانسونه یا ګډاګانې نندارې ته وړاندې کړې. دوی وایي چې د هر هېواد فولکلور د هغه هېواد یوه ملي ورثه ده او باید خوندي وساتل شي. په دې اړه د اسوشیېټېډ پریس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.