محسن نقوي: د ډسمبر له ۳۱مې وروسته افغانان په اسلاماباد کې له رسمي جواز پرته نهشي اوسېدلی
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د روان کال د ډسمبر له ۳۱مې وروسته افغانان په اسلاماباد کې له رسمي جواز پرته نهشي اوسېدلی.
د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې یو له بېاسنادو افغانانو څخه وايي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوري د روان کال د ډسمبر له ۳۱مې وروسته د بېاسناده افغانانو د ایستلو په تړاو وروستي اعلان سخت اندېښمن کړی دی.
دا چې نهیې غوښتل د موضوع د حساسيت له امله یې نوم په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته يې وويل چې، وزګار دى او د اقتصادي ستونزو له امله د خپلې اته کسيزې کورنۍ لپاره ويزه نهشي ترلاسه کولى.
هغه وويل، د درېیو کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسیږي او په خبره یې د امنیتي ګواښونو له امله بېرته افغانستان ته هم نهشي تلی.
هغه وايي: "د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تازه اعلان کړی چې بېاسناده افغانان باید له پاکستانه ووځي، دلته د یوې اته کسیزۍ کورنۍ سرپرستي را ترغاړې ده او زما لپاره د ویزې اخیستل خورا ستونزمن کار دی او هغه کارت مو چې د یواينايچسيار لهخوا ترلاسه کړی، پولیس یې نهمني، موږ لهدې ادارې څخه غوښتنه کوو تر څو ژر تر ژره مو له پاکستانه انتقال کړي."
یو بل افغان کډوال اېمل چې له درېیو کلونو راهیسې په اسلاماباد کې اوسیږي د خپلو او نورو افغانانو د ستونزه په اړه وايي: "زموږ غوښتنه دا ده چې له پاکستانه د افغانانو د انتقال په برخه کې جدي اقدام وشي، د ډېریو هغو افغانانو ویزې چې په پاکستان کې اوسیږي خلاصې شوي دي او اقتصادي ستونزې یې ډېرې دي نهشي کولای خپلې ویزې تمدید کړي، دا دوهم ځل دی چې پولیس زموږ کور شا ته راغلي او زموږ د اسنادو او ویزې پوښتنه یې کړې."
د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د افغان کډوالو سراسري شورا هم د افغانانو اقتصادي ستونزې مني او هیله لري تر ټاکلې نېټې د افغانانو وضعیت ته په کتو د پاکستان حکومت دریځ بدل شي.
د دې شورا سرپرست میوند علمي افغان پهدې اړه د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "هغه کسان چې اسناد نهلري، لږ تر لږه دې ځان په پاکستان کې د یواينايچسيار یا شارپ په دفتر کې راجستر کړي. زه باور لرم چې شرایط ډېر حساس دي او د دسمبر تر ٣١مې نېټې پورې ان شاءالله چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر او نورو چارواکو په موقف کې به بدلون راشي، ځکه دلته په لکونو کډوال ژوند کوي او شاید چې لږ شمېر یې اسناد ونهلري."
نوموړی په پاکستان کې له مېشتو ټولو افغان کډوالو غوښتي چې، قانوني اسناد له ځانه سره ولري او د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونهکړي.
دا اندېښنې پهداسې حال کې راپورته کېږي چې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د دسمبر له ۳۱مې وروسته هيڅ افغان وګړی په اسلاماباد کې د اوسېدو له جواز پرته نهشي پاتې کېدای.
هغه وويل: "ټول افغان وګړي د دسمبر له ٣١مې نېټې وروسته په اسلاماباد کې نهشي پاتې کېدی، که هغوی غواړي چې پاتې شي باید د ډيسي له دفتر څخه (اناوسي) سند واخلي."
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د (اناوسي) سند په اړه نور جزیات ورنهکړل.
دا پرېکړه له هغه تورونو وروسته شوې چې، ګواکي افغان کډوالو د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو په هدف د دولت ضد اعتراضونو کې برخه اخیستې وه.
د اسلاماباد د پولیسو مشر سید ناصرعلي رضوي د چهارشنبې په ورځ له رسنیو سره د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې، د نیول شویو شاوخوا ۱۰۰۰ اعتراض کوونکو له ډلې ۵۶ یې افغانان دي.