ru24.pro
World News in Pashto
Ноябрь
2024

پاکستان او بېلاروس په بېلا بېلو ساحو کې ۱۵ تفاهمليکونه لاسليک کړي

0
د پاکستان او بېلاروس چارواکو په بېلا بېلو ساحو کې ۱۵ تفاهمليکونه او موافقې لاسليک کړې دي.

د نومبر پر ۲۶مه په اسلام اباد کې د لاسليک په هغه غونډه کې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف او د بېلاروس ولسمشر الېکساندر لوکاشېنکا هم موجود ول.


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې دواړو هېوادونو د مسلکي زدکړو، روغتيا، ساينس او ټېکنالوژۍ، تجارت، چاپېريال او اقليمي بدلون، د ناورينونو د نظم او د تورو پيسو د سپينولو او د ترهګرۍ د تمويل مخنیوي لپاره د استخباراتي معلوماتو د شريکولو ترڅنګ په ځينو نورو څانګو کې هم تفاهمليکونه او لوظنامې لاسليک کړې.


پر دې برسېره، دواړو هېوادونو د اقتصادي اړيکو د پياوړي کولو په برخه کې "د جامع همکارۍ لپاره د لار نقشې" درې کلن تړون هم لاسليک کړ.




دا تر هغه وروسته ده چې د بېلاروس ولسمشر الېکساندر لوکاشېنکا د شهباز شريف په بلنه د نومبر پر ۲۵مه د خپلې کابينې د وزيرانو او سوداګرو له ۶۸ کسيزه پلاوي سره د پاکستان په درې ورځني سفر سرښار اسلام اباد ته ورسېد.


لوکاشېنکا او شهبار شريف د نومبر پر ۲۶مه په اسلام اباد کې پر دوه اړخيزه چارو خبرې وکړې.


۷۰ کلن لوکاشېنکا، چې له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې پر بېلاروس واکمن دی، د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتین اوږدمهاله متحد دی.


امریکا د روان ۲۰۲۴ز کال په اپرېل میاشت کې د بېلاروس پر یوه شرکت د پاکستان د بیلېسټیک توغندیو سېسټم ته د تجهیزاتو او ټېکنالوژۍ د رسولو له امله بندیزونه لګولي ول.


تر هغه وړاندې امريکا پر لوکاشېنکا او يوشمېر نورو بېلاروسي اشخاصو او شرکتونو بنديزونه لګولي ول چې يو لامل يې په اوکراين کې د جګړې پر مهال د روسيې مرسته کول هم دی.