ru24.pro
World News in Pashto
Ноябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29
30

کاروباریانو په کوټه کې د تښتول شوي ماشوم خوشې کولو لپاره بیا کاربندیز کړی

0
د بلوچستان په مرکز کوټې په ګډون د صوبې په ځینو نورو برخو کې د ۱۰ کلن ماشوم تښتول کېدو پرضد نن (نومبر پر ۲۵مه) په بشپړه توګه کار بندیز دی.

د کاربندیز اعلان مرکزي انجمن تاجران بلوچستان او بېلا بېلو سیاسي ګوندونو کړی دی.


د نومبر پر ۱۵مه نامعلومه کسانو د کوټې له ملتاني محلې څخه د مصور خان په نوم ۱۰ کلن ماشوم تښتولی دی. د هغه د خوشې کولو لپاره د سوداګرو اتحادیې په اعلان د نومبر پر ۱۹مه هم په کوټه کې کاربندیز کړی وو. دا راز د نومبر له ۱۸مې راهیسې د تښتول شوي ماشوم خپلوان، سیاسي ګوندونو او فعالانو د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلی دی چې لا هم روان دی.


تاجران او سیاسي ګوندونه غوښتنه کوي چې حکومت دې تښتول شوی ماشوم زر تر زره پیدا او خوشی کړي.


په کوټه کې د تاجرانو د اتحادیې مرستیال اغا ګل خلجي مشال ر‌ېډیو ته وویل چې د مصور خان د تښتونې پېښې سوداګر او کاورباریان وېرولي دي.


د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند د نومبر پر ۱۷ مه مشال راډیو ته وویل چې د مصور خان د خوشي کولو لپاره حکومت جدي هلې ځلې کوي او تر څه حده پرمختګ هم پکې شوی دی. تراوسه پورې نه ده معلومه چې هغه چا او ولې تښتولی دی.


دا په داسې حال کې ده چې د سیاسي ګوندونو او تجارانو په وینا، په بلوچستان کې په دې وروستیو کې امنیتي حالات ډېر خراب شوي دي.


دوی د نومبر پر ۱۶مه د بلوچستان د وضعیت په اړه ګڼګونديزه غونډه کړې وه او تور یې پورې کړی وو چې حکومت او امنیتي ادارې په هغه صوبه کې د ولس د ژوند او مال په ساتنه کې پاتې راغلي دي.


د هغې غونډې تابیا مذهبي ګوند جماعت اسلامي کړې وه او د یاد ګوند صوبايي مرستیال مشر عبدالکبیر شاکر مشال راډیو ته ويلي ول چې د بلوچستان حالات ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دي او پکې ناامني او جرمونه زیات شوي دي.


د صوبې لوړپوړي یا سینییر وزیر میر ظهور بلېدي د نومبر پر ۱۶مه د پاکستان دولتي ټېلېوېژن ته ویلي وو چې حکومت د ناامنۍ جوړونکیو پرضد اقدامات کوي.