ru24.pro
World News in Pashto
Сентябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28
29
30

په اسلام اباد کې یو پښتون په سمڅه کې خرېړي کرلي دي

0
په اسلام‌اباد کې یو پښتون خضر حیات په یوه سمڅه کې خرېړي کري او په زیاته اندازه یې تولیدوي. خرېړی، چې په ځینو سیمو کې دوړنګ او پوڅی هم بلل کېږي، یو ډول خواړه دي چې په طبیعي توګه په ځنګلونو او سمڅو کې ښه وده کوي. خرېړي لحمیات (پروټین)، حیاتین (وېټامېنونه) او ځینې مالګې او نور عناصر لري چې د انساني صحت ته ګټه رسوي او ځکه یې بیه هم لوړه وي. خرېړي د ځینو درملو په جوړولو کې هم کارېږي. خضر حیات وایي چې د یو کېلو خرېړیو بیه اوسمهال ۱،۵۰۰ کلدارۍ یا روپۍ ده. دی وايي، هڅه کوي چې په ډېر تولید د خرېړیو نرخ کم کړي چې خلک یې په اسانۍ ترلاسه کړای شي. ویډیويي رپورټ.